Pashto Sahih Bukhari Cheats

Pashto Sahih Bukhari Hack 1.7.0 + Redeem Codes

پښتو صحیح البخاري

Developer: Obaidullah Hussam
Category: Books
Price: Free
Version: 1.7.0
ID: com.khoshal.apps.sahihBukhari

Screenshots

Game screenshot Pashto Sahih Bukhari mod apkGame screenshot Pashto Sahih Bukhari apkGame screenshot Pashto Sahih Bukhari hack

Description

Pashto Sahih Bukhari, the first Pashto Hadith App, was developed by a team of Afghan professionals from Mizan Online Academy and Eman Studio. This App provides you with the Pashto translation of the most famous, authentic Hadith book, Sahih al-Bukhari. The App technical team is consistently working to improve the functionality of the App in order to provide you with a free access to thousands of Hadiths from Sahih al-Bukhari.

دا د صحیح البخاري پښتو اپلیکېشن دریمه ګڼه یا ورژن دی (Version 3.0).
تر دې دمه په دغه اپلیکیشن کې څه باندې (۲۵۰۰) مبارک حدیثونه له پښتو ژباړې سره ځای پرځای شوي دي.
زموږ ټیم په چټکۍ کار کوي چې نژدې راتلونکې کې د بخاري شریف ټول حدیثونه له پښتو ژباړې سره دې اپلیکیشن ته ور اضافه کړي.
یادونه: که تاسې په دې اپلیکیشن کې کومه تېروتنه ولیدله، د مهرباني له مخې یې زموږ ایمیل ادرس ته له سکرین شاټ سره راواستوئ. له دې سره به تاسې هم د خیر په دغې بهیر کې برخه واخلئ او ثواب کې به شامل شئ.
زموږ ایمیل ادرس:
[email protected]
ولې مو د صحیح البخاري پښتو اپلیکیشن جوړ کړ؟
که تاسې د موبایلونو د اپلیکیشنونو په زیرمو کې ولټوئ، د نړۍ په مشهورو ژبو پکې د صحیح البخاري ژباړو څخه جوړ شوي اپلیکیشنونه موندل کېدای شي، خو یوازینۍ ژبه چې د دغه معتبر کتاب اپلیکیشن پکې نشته، پښتو ده. نو د همدې تشې ډکولو لپاره موږ صحیح البخاري په پښتو روانه ژبه وژباړه ترڅو د ټکنالوژۍ په برخه کې دغه تشه ډکه شي.
کاري ډله:
د نبوي مبارکو حدیثونو د دغه معتبر کتاب پښتو ژباړه د میزان انلاین اکاډمي او ایمان سټډیو لخوا چمتو شوې ده.
د خیر په دې پروژه کې له څه دوه کلونو راهیسې لس کسیز ټیم په کار بوخت دی.
د حدیثونو پښتو ژباړه د شرعیاتو لیسانس او د شرعي علومو استاد فریدالله الکوزي کړې ده.
ددې کتاب تدقیق او سمونه په شرعي علومو دوکتور اسدالله حسام کړې.
پښتو متن ته بیاکتنه یې شاعر او لیکوال کرامت الله وردک کړې.
وروستۍ بیاکتنه او املايي سمونه یې د شرعي علومو ماسټر عبیدالله حسام کړې.
مالي ملاتړ:
د دې اپلیکیشن مالي ملاتړ اروپا میشتو درې افغان ځوانانو کړی چې نومونه یې په لاندې ډول د یادولو وړ دي:
فیصل پاڅون، زبیر احمد عثماني او عبدالجبار افغان.
د اپلیکیشن تخنیکي کارونه او ډیزاین خوشحال سعیدي ترسره کړي دي.

دوی ټولو تر اخري حده هڅه کړې چې د صحیح البخاري پښتو ژباړې اپلیکیشن له هر اړخه په اوسنیو معیارونو برابر جوړ کړي.
د اپلیکیشن جوړولو هدف یوازې د اسلامي شریعت خدمت او د الله تعالی د رضا ترلاسه کول دي او بس!

د صحیح البخاري پښتو ژباړې لپاره مو لاندې تګلاره غوره کړې ده:
موږ د صحیح البخاري پښتو ژباړه له سره ولیکله او ټوله هڅه مو دا کړې چې ددې عظیم کتاب پښتو ژباړه روانه او عام فهمه وي.
له وړاندې په پښتو ژبه د صحیح البخاري کتابي ژباړې موجودې دي، خو موږ ځکه دا ژباړه له سره ولیکله چې یو خو یې ژبه عام فهمه او معیاري کړو، ترڅنګ یې اپلیکیشن په هغو امکاناتو سمبال جوړ کړو چې خلک وکوای شي پښتو یا عربي متن یې د تحقیق پرمهال په اسانۍ کاپي او پيست کړي، په اسانۍ حدیثونه ولټولی شي او ټولنیزو شبکو کې یې شریک کړای شي. نو د همدې لپاره مو د صحیح البخاري د ټولو مبارکو حدیثونه پښتو ژباړه له سره ولیکله.

۱- د پښتو ژباړې لپاره مو له لاندې مراجعو څخه ګټه اخستې:
الف: موږ په حقیقت کې د تاج البخاري د پښتو ژبې عبارت ساده کړی دی او له سره مو لیکلی دی او د ژباړې لپاره مو ډېره ګټه له دې همدې کاب څخه اخیستې. "تاج البخاري" د بخاري شریف شرح ده چې پښتو ژبې ته مولانا محمد امین دراني ژباړلې ده.
ب: ددې ترڅنګ مو د پښتو ژباړې لپاره له "فتح الباري"، "عمدة القاري"، "فیض الباري" او ځینو نورو کتابونو څخه ګټه اخیستې. د اړتیا په وخت کې مو د بخاري شریف فارسي ژباړې څخه هم ګټه اخستې.
۲ـ که د ژباړې پرمهال ځینو الفاظو ژباړه کې له ستونزې سره مخ شوي يوو او په تاج البخاري کې په سم ډول نه شوای موندل کېدای نو بیا مو د بخاري شریف له شرحو څخه د متن په ژباړه کې ګټه اخیستې.
۳ـ د حدیثونو شمېرې مو په داسې ډول تنظیم کړي دي، چې کومو شمېرو ته حدیث نشته بیا مو یو حدیث ته دوه یا درې شمېرې ورکړي دي. د دې لپاره که څوک غواړي چې حدیث ومومي نو په اسانۍ سره ورته لاس رسی موندلی شي. او د شمېرو ترتیب مو په ډېر ځایونو کې د بخاري شریف له فارسي ژباړې څخه راخيستی، ځکه د شمېرو ترتیب یې تر نورو منظم و.
۴ـ قرآني ایتونه او د هغې ژباړه مو په دغه {} ډول قوس کې لیکلې.
۵ـ د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا او د هغې ژباړه مو په دغو «» قوسونو کې لیکلې تر څو له نورو ویناو څخه ځانکړې وي.

.....

Version history

1.7.0
2023-03-03
- New 1000 Hadiths (totally 2500)
- minor fixations
- some bugs fixed
Bukhar1.2.0
2022-10-14
- New 500+ hadiths are added.
- bugs fixed
Bukhar1.1.0
2022-04-29
- Bug which were occurring during scaling Text, fixed.
- other minor bugs fixed and improvement occurred.
1.0
2022-04-26

Ways to hack Pashto Sahih Bukhari

Download hacked APK

Download Pashto Sahih Bukhari MOD APK
Request a Hack

Ratings

4.7 out of 5
43 Ratings

Reviews

zarify,
Great Job
Great Work Brother, You did an awesome job for all muslim ummah may Allah accept all your good deed and grant you jannah, I was really looking for Sahih Bukhari book around in my own language and you made it easier now.
ghwchtr,
Allah os Great and Mohammad pbuh is his Rasool
Mashallah So nice work, finally i got a app of Sahib ul Bokhari at my native language. Allah do his Raham on the person ( This Team ) who serve in Deen. Wa'salam
Zahid Sahibzada,
۱
الله تعالی د اجرونه درکړي حسام صاحب، په ملګرتیا د ویاړم!
Dr-Ansari,
Greatest achievements!!
Thank you Dear Hussam Saheb and Team members!
Your efforts are appropriate..
khan M Mukhlis,
جږاک الله
ماشاالله وروره الله ج دی تاسی ته او تاسی ټيم ته اجرغظيم در کی چی په خپل ژبه دین اسلام ته خدمت کوی .
mooooooog1111343,
دا اشتباهات اصلاح کړی!
په کتاب التیمم په ۳۳۶ حدیث کی د (تر اوسه) په ځای تر اودسه لیکل شوی! او دارنگه تایپی اشتباهات ډیر دی پکښی چی باید اصلاح شی .
m.samsoor,
عنوان یې مکمل نه لوستل کیږي
‎جزاك اللهُ خيرا‬
تاسو د بخاري پښتو اپ لپاره ډېر زیار ګاللی او د زرګونه کسانو لپاره مو دا اسانه کړي چې دې ښکلي کتاب څخه برخمن شي. ما چې دا څو ورځې استمال کړ نو یو مشکل دا لري چې عنوان یې پوره نشم لوستلی. هیله ده دا ستونزه په راتلونکي وېرژن کې حل شي
F.Jalalzai,
ښه ترتیب
ډیر ښه ترتیب سوی ما به کوشش کول چی د sunnah.com نه احادیث پیدا کړم چی هغه لږ ستونزمنه وه او بیا به د خوۍښی د حدیث سکرین شاټ می اخیستل د بیا مرور او زده کولو لپاره نو د دې ترتیب ډیر خوند راکو او لوی سهولت ده الله تعالی دی اجر درکړی که چبرته د صحیح مسلم احادیثو ته هم راتلونکی کی پروګرام ولرۍ نور به هم ښه شی جزاک الله خیراً
Wahdat Sapi,
Typing Error !
الله تعالی دی اجر عظیم درکړی چی تاسو دومره لوی خدمت وکړو.
حدیث شریف شمیر (334)
پښتو متن کی د ابوبکر صدیق رض نوم (اوبکر صدیق رض) لیکل شوي!
Afghan_Safi,
ډېر لوی خدمت
جزاکم الله خیراً! سبحان تعالی دې تاسوته ډېر اجرونه درکړي. د پښتو ژبې او پښتنو ته مو ډېر لوی خدمت کړی دی. تاسې زموږ ویاړ یاست. الله جل جلالهُ دې تاسې ته لا زیاد توفیق درکړي چې دغه سپیڅلي دین او ولس ته ډېر خدمت وکړئ. کور مو ودان.